په ژوندی پڼه خپرونه
    د کابل اسلامي درناوی: حکمتیار لوی سیاست ته رابلل کیږي

    د حکمتیار سکرتر او د زوی خسر ووژل شو

    svoboda.org
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 1575 0 0

    د حکمتيار ځانګړی سکرتر حاجي فريد چې د هغه د مشر زوى صلاح الدين حکمتیار خسر هم و، سهار وروسته له لمانځه له جوماته کور ته پر لاره د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې وژل سوى دى.

    د انجنير ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي افغانستان د مرکزي شوری غړی او د حکمتيار پخوانی سکرتر حاجي فريد د خيبرپښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې وژل سوی دی.

    د حزب اسلامي غړي وايي چې نوموړی نن سهار له لمانځه وروسته پېښور تاج اباد سيمه کې د خپل کور مخې ته وژل سوی او جنازه يې هم په پېښور کې کيږي.

    د حزب اسلامي وياند قريب الرحمن سعيد د هغه وژل تصديق کړي دي.

    نوموړى وايي چې حاجي فريد څو ورځې مخکې له کابله بېرته پېښور کې خپل کور ته تللى و.

    سعيد وويل چې هغه له چا سره شخصي دښمني نه درلوده، د هغه وژنه سياسي اړخ لري، د حزب اسلامي او د سولې دښمنانو له خوا وژل سوى دى.

    د حزب اسلامي وياند د نوموړي وژنه پر کلکه وغندله او له پاکستان څخه يې وغوښتل چې د ټولو افغان کډوالو او په ځانګړې توګه د حزب اسلامي د غړو امنيت خوندي کړي.

    د هغه په وينا، حاجي فريد د کندوز ولايت اوسېدونکى و

    د تاج اباد يو افغان اوسيدونکي رسنیو ته دغه پېښه تصديق کړې.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی