په ژوندی پڼه خپرونه
    روسیه لیواله ده، په دې پوه شي، چې د افغانستان په اسمان کې امریکا او ناټو د ناپېژندل شوو الوتکو په هکله کوم معلومات لري

    روسیه لیواله ده، په دې پوه شي، چې د افغانستان په اسمان کې امریکا او ناټو د ناپېژندل شوو الوتکو په هکله کوم معلومات لري

    © Sputnik/ Viktor Tolochko
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 92801

    په مسکو کې په دې هکله، چې د افغانستان په اسمان کې د چا ناپېژندل شوې الوتکه وه، او په اړه یې امریکا او ناټو کوم معلومات لري، ډیرې پوښتنې اوریدل کېږي. په دې هکله څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلې دي.

    په یاد وزارت کې داسې خبرونو ته پام اړول شوي، په کومو کې چې په پر له پسې توګه ویل کېږي، چې د افغانستان په اسمان کې داسې ناپېژندل شوې الوتکې لیدل شوي، چې په سیمه کې دداعش تروریستي ډلې، چې په روسیه کې پر فعالیت یې بندیز لګول شوی، جګړه مارانو سره مرستې کوي.

    د روسیې د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې:«په ځانګړې توګه، د جوزجان د ولایت د چارواکو په وینا، د مای په میاشت کې په دریو ولایتونو کې (جوزجان، فاریاب، سرپل) کې دداعش تروریستي ډلې جګړه مارانو ته د ناپېژندل شوو الوتکو لخوا د وسلو او نورو تجهیزاتو صندقونه غورځول شوي دي. په همدې ډول د غزني د سیمیزې دولتي ادارې استازي د خوګایاڼیو په ولسوالۍ کې د تروریستانو تر کنترول لاندې سیمو کې د ناپېژندل شوو چورلکو شتون په هکله خبر ورکړی دی».

    د بهرنیو چارو په وزارت کې وايي:«د څرګندولو وړ ده، چې د تروریزم پر ضد د مبارزې په لړۍ کې په ځینو افغان او امریکايي رسنیو کې زمونږ پر هیواد تور لګول کېږي، چې د طالبانو ملاتړ کوي. د ناټو عمومي منشي اینس ستولتینبرګ او د امریکا ددفاع د چارو وزارت د کشف د ادارې ریس وینسینټ سټیوارټ ویلي، چې په دې تړاو شواهد په لاس کې نه لري».

    د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې په دې اند دي؛«ددغو حرګندونو په پام کې نیولو سره د امریکا او ناټو د یادو ادارو له استازو نه داسې پوښتنې کېږي، د افغانستان په اسمان کې، ددې په پام کې نیولو سره چې په دې هیواد کې د ۱۵ کلونو راهیسې د امریکا او ناټو ځواکونه میشت دي، د ناپېژندل شوو الوتکو په هکله کوم معلومات لري او د افغان وسله وال پوځ هوايي ځواکونه لا تر اوسه هم د جوړهوايي تخنیک په لرلو او د مسلکي پیلوټانو په برخه کې ستونزې لري». 

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی