په ژوندی پڼه خپرونه
    حامد کرزی

    کرزي: ځیني هېوادونه له ترهګرۍ نه د وسیلې په توګه کار اخلي

    © Sputnik/ Sarhad Zuhal
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 23 0 0

    کرزي دغه څرګندونې د بریټانیا د کارګر ګوند د مشر او ددغه هېواد د انتخاباتو د مخکښ نوماند جرمي کوربین د څرګندونو په تایید کړې دي.

    پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، ترهغه چي یو شمېر هېوادونه له ترهګرۍ د سیاست د وسیلې په توګه کار اخلي، دغه پدیده له منځه نه سي تلای.

    د ښاغلي کرزي په وینا داسې هېوادونه سته دي چي له ترهګرۍ د وسیلې په توګه کاروي.

    د نوموړي په وینا تر هغه چي یاد هېوادونه د ترهګرۍ پر وړاندې خپل سیاست بدل نه کړي، دا پدېده به همداسې فعاله وي او ورځ تر بلې به پراختیا مومي.

    کوربین ویلي و، چي په بریټانیا کي وروستي ترهګریز بریدونه په منځني ختیځ کي د لندن له بهرنیو سیاستونو سره تړاو لري.

    کوربین د خپل انتخاباتي کمپاین په یوه غونډه کي وویل، چي د مانچسټر د برید په څېر ترهګریزې پېښې له هغو جګړو سره اړیکه لري، چي بریټانیا پکي مستقیمه ښکیله ده او یا یې ملاتړ کوي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی