په ژوندی پڼه خپرونه
    تر اوسی روغتون ته ۶۰ ټپيان لېږدول شوي‌

    کابل، د مړو او ټپيانو شمیر ۳۳۴ تنو ته لوړه شوه

    © AP Photo/ Rahmat Gul
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 38 0 0

    د معالجوي طب رییس محب‌الله ځیر وايي، چې له‌دې پېښې نه د کابل بېلابېلو روغتونونو ته شاوخوا ۱۵ جسدونه ور وړل شوي او ۳۱۹ تنه ټپيان شوي‌دي.

    کابل، د مړو او ټپيانو شمیر ۳۳۴ تنو ته لوړه شوه. نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د وزیر اکبر خان مېنې اړوند د زنبق څلور لارې او ۱۷م سړک ترمنځ سیمه کې چاودنه شوې‌ده.

    هاخوا بیا د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ویلي وو، لومړني معلومات ښيي، چې له ۵۰ تنو زیات وګړي ټپيان شوي، چې ډېر یې ملکي وګړي دي.

    ویل کېږي، چې چاودې دونکي توکي په یو ټانکر ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي‌وو.

    یوې امنیتي سرچینی ویلي، چې د پېښې هدف معلوم نه‌و. د ده پر وینا، دا پېښه موټر بم چاودنه وه.

    د سیمي عیني شاهدان وايي، چې د ټپيانو او وژل شویو زیاته برخه د روشن مخابراتي شبکې کارکوونکي دي.

    دا پېښه د یک ټلوېزیون دفتر، روشن مخابراتي شبکې او المان سفارت ته نږدې شوې‌ده.

    د سیمې سره د نږدې دفترونو او ودانیو ښيښې ماتې شوې‌دي.

    د پېښې ځای امنیتي ځواکونو کلابند کړی او خلکو ته د تګ ـ راتګ اجازه نه ورکوي.

    دا د روژې په میاشت کې دویم برید دی، چې په افغانستان کې کېږي. لومړی یې د روژې په لومړۍ ورځ په خوست کې شوی‌و او دویم هغه یې نن سهار کابل کې وشو.

    تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی