په ژوندی پڼه خپرونه
    Пострадавшие в результате взрыва в Кабуле

    تعقیبی، د وژل شویو کچه ۸۰ تنو ته لوړه شوه

    © AFP 2017/ Shah Marai
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 6 0 0

    د روغتیا وزارت ویاند وحید مجروح وایي، چې تر اوسه په‌دې پېښه کې له ۸۰ تنو زیات وژل شوي وګړي او د۳۵۰ په شاوخوا ټپيان د کابل بېلابېلو روغتونونو ته لېږدول شوي‌دي.

    نن سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د وزیر اکبر خان مېنې اړوند د زنبق څلور لارې او ۱۷م سړک ترمنځ سیمه کې چاودنه شوې‌ده.

    ویل کېږي، چې چاودې دونکي توکي په یو ټانکر ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي‌وو.

    یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، چې د پېښې هدف معلوم نه‌و. د ده پر وینا، دا پېښه موټر بم چاودنه وه.

    د سیمي عیني شاهدان وايي، چې د ټپيانو او وژل شویو زیاته برخه د روشن مخابراتي شبکې کارکوونکي دي، چې ښځې هم په‌کې شاملې دي.

    دا پېښه د یک ټلوېزیون دفتر، روشن مخابراتي شبکې او المان سفارت ته نږدې شوې‌ده.

    د سیمې سره د نږدې دفترونو او ودانیو ښيښې ماتې شوې‌دي.

    د پېښې ځای امنیتي ځواکونو کلابند کړی او خلکو ته د تګ ـ راتګ اجازه نه ورکوي.

    دا د روژې په میاشت کې دویم برید دی، چې په افغانستان کې کېږي. لومړی یې د روژې په لومړۍ ورځ په خوست کې شوی‌و او دویم هغه یې نن سهار کابل کې وشو.

    تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی