په ژوندی پڼه خپرونه
    مشرانو جرګه د ولسمشر له موقفڅخه ملاتړ اعلان کړه

    مشرانو جرګه: په افغانستان کي د مشکوکو الوتکو ناستې د امریکا له خبرتیا پرته ناشونې دي

    © Photo/ ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 167 0 0

    سناتوران وایي، دافغانستان فضا او هوایي حریم د بهرنیانو په لاس کي دی او په ځينو ولایتونو کي د الوتکو مشکو کي ناستې د هغوی له خبرتیا پرته ناشونې دي او باید په دې تړاو هم دوی وضاحت ورکړي.

    مشرانو جرګه وایي، بهرنۍ الوتکي د امریکا له اجازې پرته په افغانستان کي الوتنې نه سي کولای.

    له سرپل وروسته تازه په ولسي جرګه کي د غزني د خلکو استازو ادعا کړې، چي ګني څو ورځې وړاندې د طالبانو ترکنټرول لاندې سیمه کي ناپیژندل سوې الوتکي کښته سوې دي.

    مشرانو جرګه وایي، ملي یوالي حکومت باید له امریکا غوښتنه وکړي چي د افغانستان د روان وضعیت په تړاو خپل سیاست روښانه کړي، ځکه په باوریې د دې حالت دوام به نه جبرانېدونکي پایلې ولري.

    سناتوران وایي، د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي تړون پراساس، متحده ایالات مکلف دي چي د افغانستان پر خاوره د بهرني تیري پرمهال خپل مکلفیت ادا کړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی