په ژوندی پڼه خپرونه
    Пострадавшие в результате взрыва в Кабуле

    د نړیوال غبرګون په کابل كې د شوي چاودنې په اړه

    © REUTERS/ Mohammad Ismail
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 133 0 0

    د جمهور رئيس غني ویلي، تروريستي ډلې، چې د اسلام په نوم خلک وژني او جنګي جنايتونه ترسره کوي، له ديني لارښوونو بې خبره دي.

    ولسمشر محمد اشرف غني په كابل ښار كې د نن سهار بريد په كلكه وغانده او وايي، تروريستان حتا د روژې په مبارکه مياشت كې، چې د خير، برکت او عبادت مياشت ده، د بې‌ګناه وګړو وژنې نه بس کوي.
    د ارګ په خبرپاڼه كې د جمهور رئيس غني له قوله ويل شوي، د هېواد مسلمان او روژه په خوله وګړي د دغو جنايتکاره تروريستي ډلو په ماهيت پوه دي او هېڅکله به اجازه ورنکړي، چې د زور، وېرې او وحشت له لارې خپله اراده پرې ومني.
    جمهور رئيس غني زياتوي، دوى د نړۍ په ځانګړي ډول له اسلامي هېوادونو تمه لري، چې د دغو تروريستي ډلو د ملاتړو په ضد له پخوا زيات فشارونه راولي او اجازه ورنکړي، چې له تروريزم څخه د هېوادونو په ضد د وسيلې په توګه کار واخلي.
    بلخوا اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم د دې پېښې د غندلو ترڅنګ ويلي، هغه كسان، چې د روژې په مباركې مياشت كې افغانان وژني، هغوى سولې ته رابللو وړ نه دي، بايد له منځه يوړل شي.
    په ورته وخت كې د كابل د عالمانو شورا مشر عبدالبصير حقاني ياده پېښه وغندله او زياته يې كړه، چې دا كار د اسلامي ارزښتونو خلاف دى.
    اخوا د هند لومړي وزير نرېندرا مودي هم په کابل کې نننى بريد غندلى دى.
    مودي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، چې هنديان د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.
    د نوموړي په خبره، ترهګر هېڅ مرز او پوله نه پېژني او خپلو ورانکارو فعاليتونو ته په ټولو برخو کې دوام وركوي.
    په ورته وخت کې د ايران د بهرنيو چارو وزارت هم دغه بريد غندلی او د خبرو له لارې يې د افغانستان د ستونزې پر سوله ييز حل ټينګار کړی.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی