په ژوندی پڼه خپرونه
    Место взрыва в Кабуле

    امریکا،برېتانیا،آلمان او چین د کابل پیښه غندلي

    © REUTERS/ Omar Sobhani
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2901

    په کابل کې د امریکا سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره نننی برید غندلی او هغه یې یو وحشیانه عمل بللی دی.

    په کابل کې د امریکا د سفارت له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان د سولې، ثبات او امنیت دښمنانو نن په داسې یوه ځای کې چې د خلکو د ګڼې ګوڼې ساحه ده او سلګونه کسان خپلو کارځایونو ته روان و، برید وکړ، چې له امله یې ګنو افغانانو ته مرګ ژوبله واړوله.

    په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر هوګو لارینس ویلي، چې امریکا د افغانانو تر څنګ ولاړه ده او په دغه خونړي برید کې ځان ددوی په غم غمجن ګڼي.

    په کابل کي د برېتانیا سفارت وايي، په رمضان میاشت کي د انسانانو وژل وحشیانه عمل دی.

    په هېواد کي د برېتانیا د سفارت له لوري په خپاره سوي پیغام کي نننی برید په کلکو ټکو غندل سوی دی او په دې برخه کي یې له افغانانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

    په کابل کي د برېتانیا سفیر ډامنیک جرمي وایي، په رمضان میاشت کي پر روژه لروونکو مسلمانانو دغه ډول ترهګریز برید د ټولو اصولو خلاف دی او د برېتانیا د حکومت په استازولی دغه برید په کلکو ټکو غندي.

    ده زیاته کړې، چي بریتانیا د پېښې د ټپيانو او غمځپلو کورنیو تر څنګ ولاړه ده او ځان یې په غم کي غمجن بولي.

    همدارنګه چين هم کابل کي د نن ورځې خونړی بريد وغانده.

    چين په کابل کي وروستی ترهګريز بريد په کلکه غندلی ،د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ نن په یوه خبري ناسته کي وويل، چين په کلکه دغه چاودنه غندي او د ټپيانو او د قربانيانو کورنيو ته د ژورې همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګندوي.

    چين د هر ډول تروريزم مخالفت کوي او له نړيوالې ټولنې سره يوځای به د ترهګرۍ ضد مبارزه وکړي.

    آلمان، ایران او پاکستان هم د خبرپاڼو په خپرولو سره دغه برید غندلی دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی