په ژوندی پڼه خپرونه
    An Afghan security serviceman keep watch at a damaged police post following an airstrike in Bati Kot district in Nangarhar province (File)

    جلال اباد ځانمرګى بريد کې ۵ تنه مړه او ټپيان شول

    © AP Photo/ Noorullah Shirzada
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 11 0 0

    د ننګرهار د والي وياند وایي چې دغه ځانمرګى بريد نن سهار د بهسودو ولسوالۍ اړوند هوايي ډګر ته څېرمه د يوه کرولا موټر په وسيله وسو.

    د ننګرهار د مرکز جلال اباد له هوايي ډګر سره نن سهار شاوخوا اوه نيمې بجې ځانمرګى بريد سوى چې له امله يې يو کس وژل سوى او ٤ نور ټپيان دي.

    د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل چې د لومړنيو معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د هوايي ډګر يو ساتونکى وژل سوى يو، ساتونکى او درې ملکي وګړي ژوبل سوي دي.

    د ملکي روغتون يوې سرچينې وايي چې دوى ته درې ټپيان ور وړل شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

    د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی