په ژوندی پڼه خپرونه
    Сборная Афганистана по крикету в Кабуле

    کرکټ بورډ: د تروريستانو له ځالې سره "پاکستان"هر ډول سيالۍ او هوکړه لغوه سوه

    © AFP 2017/ Aref Karimi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 13 0 0

    د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ بورډ سره هر ډول سيالۍ او دو جانبه اړيکو هوکړه لغوه کړه.

    په دې اړه د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه يو پېغام خپور کړى دى، چې په دې پېغام کې ويل شوي دي، چې له داسې هېواد سره، چېرته چې ترور پالنه کېږي او د تروريستانو ځالې په کې فعاليت لري، د هيڅ ډول دوستانه سياليو او دوه جانبه همکاريو هوکړه د تطبيق او تداوم وړ نه ده.Pakistan vs Afghanistanدا په داسې حال کې ده، چې نن سحر اته بجې خوا و شا د کابل په وزير اکبر خان سيمه کې يوه ډېره درنه چاودنه شوې، چې د راپورونو له مخې، له سلو زيات وګړي پکې شهيدان او له ٣٠٠ زيات پکې ټپيان شوي دي.

    څو ورځې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ مشر په اسلام اباد کې د پاکستان کرکټ بورډ له مشرانو سره ليدلي ول او په ((دوستانه سياليو)) کولو يې هوکړه کړې وه، له دې پرته ځينې نورې هوکړې هم شوې وې.

    خو د دې هوکړو د کېدو نه وروسته، افغان ولس په کرکټ بورډ سختې نيوکې وکړې او د #NoCricketWithPakistan د هشټاګ سره يې د پاکستان سره د لوبو د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

    د خواله رسنيو کاروونکو دريځ دا و، چې پاکستان په افغانستان کې نيابتي جګړه پېل کړې ده او پاکستان زموږ دښمن هېواد دى، نو له يو دښمن هېواد سره په هيڅ ډول دوستانه اړيکې نه غواړو.

    خو د افغانستان کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل تېره ورځ ويلي و، چې په هيڅ ډول دا لوبې نه لغوه کوي او په دې لوبو کې د افغانستان ګټه ده، چې يوه لوبه يې په کابل او دوهمه يې په لاهور کې ترسره کېدونکې وه.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی