په ژوندی پڼه خپرونه
    د داعش جګړه مارانو د کابل د ښار په مرکز کی د تروریستي عمل چی د ۹۰ کسانو د وژل کیدو سبب شوی، مسوولیت پرغاړه اخیستی

    ملي امنیت شورا: د کابل برید دحقاني شبکې لخوا د پاکستان په مرسته تر سره سوی

    © AFP 2017/ Shah Marai
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 36 0 0

    د افغانستان ملي امنیت شورا وایي، چې دکابل برید دحقاني شبکې د پاکستان د استخباراتي ادارې ای ایس ای په همکارۍ په دغه هیواد کې پلان کړی و.

    پرون سهار د کابل د لسمې حوزې اړونده د زمبق څلور لاري سره د یوه ټانکر موټر په وسیله ځانمرګی برید سوی و، چې دعامې روغتیا وزارت او کورنیو چارو وزارت د معلوماتوله مخې په دې پيښه کې ۸۰ تنه ملکي وګړي وژل سوي او تر ۳۵۰ زیات ټپیان سوي دي.

    د ملي امنیت شورا لخوا رسنیو ته په استول سوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوی د کره استخباراتي معلوماتو په اساس دا برید د حقاني شبکې لخوا د پاکستان داستخباراتي ادارې ای ایس ای لخوا په دغه هیواد کې پلان سوی و.

    سرچینې زیاته کړې:)) دا مسلکي ترهګر یو ځل بیا ثابته کړه، چې دوی د هیڅ دین او مذهب استازیتوب نه کوي او د خپلو پاکستانیو بادارانو د خوشحالولو لپاره دا ډول کارونه کوي ، د روژې په مبارکه میاشت کې دعامو خلکو وژل د هیڅ دین ، اسلامي اصولو او بشری اصولو سره برابر نه دی.))

    د ملي امنیت لوی ریاست ویلي، چې په دې اړه هر اړخیزې څیړنې پیل سوې دي او ددې پيښې عاملین به د امنیتي ارګانونو لخوا د هیوادوالو په مرسته د خپلو عملونو په جزا ورسول سي.

    اخوا یوې بلې امنیتي سرچینې ویلی، چې دا برید د حقاني شبکې دپاکستان دلشکر طیبه په همکاری ترسره کړی او دواړو ډلو پنځه ځلې غونډې کړې وې چې وروستۍ یوه یې د شمالي وزیرستان په میرانشاه کې وه.

    د سرچینې دمعلوماتو له مخې، دا برید حقاني شبکې د دوو مهمو غړو منیب حقاني او عزیز لخوا پلان او ترسره سوی دی.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی