په ژوندی پڼه خپرونه
    ټرمپ د غني سره د خبرو پر مهال په کابل کې د چاودنې غندنه وکړه

    سپینه ماڼۍ: ټرمپ د غني سره د خبرو پر مهال په کابل کې د چاودنې غندنه وکړه

    © REUTERS/ Jonathan Ernst
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 79 0 0

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل افغان سیال اشرف غني سره د خبرو پر مهال په کابل کې د چاودنې غندنه وکړه. په دې هکله خبر سپینې ماڼي ددواړو ولسمشرانو د ټیلیفوني خبرو وروسته ورکړی دی.

    د چهار شنبې په ورځ د ولسمشرۍ ماڼې او د بهرنیو هیوادونو سفارتخونو ته نژدې سیمه کې ډیره زوروه چاودنه وشوه. د چاودنې په پایله کې د سفارتخونو په شمول ډیرې ودانۍ زیانمنې شوې، ۹۰ تنه وژل شوي او ۳۸۰ تنه نور ټپیان شوي دي. ددغو زیانمنشو خلکو په جمله کې دیپلوماتان، خبریالان، د سفارت کارکوونکي او ساتونکي شامل دي.

    په دې هکله د خبر له مخې ویل کېږي؛ چې ټرمپ «د رمضان په سپیځلې میاشت کې د ترهګري برید غندنه وکړه او تروریستان، چې دغه برید یې تر سره کړی، د ټولو متمدنو خلکو دښمنان بللي دي». نوموړي په همدې دول د افغان ژغورونکو د میړانې ستاینه هم کړې ده.

    د امریکا ولسمشر «د افغان امنیتي ځواکونو چې د خپلو خلکو د ساتنې په موخه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي، هم ستاینه وکړه». په خبر پاڼه کې ویل شوې، چې «د امریکا سفارت د افغان همکارانو سره د ترهګري برید په پایله کې د نړیوالې ټلوالې سره یو ځای د زیانمنو خلکو او افغان حکومت سره مرستې کوي».

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی