په ژوندی پڼه خپرونه
    ارگ

    ارګ کې د کابل پېښې په اړه فوق العاده غونډه جوړه شوه

    © Wikipedia
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 211 0 0

    په دغه غونډه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ارګانونو لوړپوړو مسوولانو د کابل د پرونی تروریستې پېښې د څرنګوالي په اړه چې له امله یې زموږ یو شمېر وطنوال شهیدان او ټپيان شول معلومات ورکړل.

    د کابل د پرونی تروریستي پېښې د ارزونې په موخه نن له غرمې وروسته په ارګ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ فوق العاده امنیتي غونډه جوړه شوه او ګډونوالو د یادې پېښې د شهیدانو پاک روح ته دعا وکړه.

    د افغانستان جمهوررئیس یو ځل بیا د دغې دردونکې پېښې د قربانیانو په خاطر ژور خفګان څرګند کړ او امنیتي بنسټونو ته یې لارښوونه وکړه چې یاده پېښه له هره اړخه وڅیړي او د هېوادوالو د امنیت د ټینګښت لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

    جمهوررئیس غني اړوندو مسوولانو ته لارښوونه وکړه چې د یادې پېښې جزئیات خلکو سره شریک کړي.

    هغه د کور او ښار جوړولو وزارت او کابل ښاروالۍ ته لارښوونه وکړه چې د کابل د نننۍ تروریستي پېښې له امله تخریب شوې سیمې بېرته بېرته ورغوي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی