په ژوندی پڼه خپرونه
    پارلمان

    ولسي جرګه: له امنیتي چارواکو ځواب غواړو

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 41 0 0

    د ولسي جرګې غړې نظیفه ذکي وايي، د کابل د دغه خونړي برید په تړاو باید امنیتي چارواکي ملت ته ځواب ووايي.

    د ولسي جرګې یو شمېر وکیلانو د کابل ننني خونړي برید ته په اشارې وویل، افغانان هره ورځ د ترهګریزو بریدونو قرباني کېږي؛ خو امنیتي چارواکي په دې برخه کې بې‌غوري کوي.

    د ولسي جرګې غړې نظیفه ذکي وايي, د کابل ښار په دومره مهمه او دیپلوماتیکه سیمه کې چې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي قطعې په وسیله یې امنیت خوندی دی، بریدګر څنګه توانېدلی شي؛ له چاودېدونکو توکو ډک موټر هلته ورسوي.

    د جرګې بلې غړې فوزیه کوفي وویل، حکومتي مشرانو یوازې پېښې غندلي دي او د مخنیوي په پار یې هېڅ هم نه دي کړي.

    د ولسي جرګې بل غړي رمضان بشر دوست په کابل کې د شوي برید په غبرګون وویل، امنیتي ځواکونه د تورو ښیښو موټر، بې پلېټه موټر او دغه راز د "و، ج" او نور عجیبه پلېټ لرونکي موټر نه پلټي.

    بشردوست زیاته کړه، چې د دغو نمبر پلېټ لرونکي موټر د وزیر، جنرال، وکیلانو او نورو لوړپوړو موټر دي؛ که پولیس یې تلاشي کړي له دندې یې ګوښه کوي.

    دی وايي، که ترې وپوښتل شي، چې په دغو تورو ښیښو موټرو کې ترهګر وي؟ وايي، ۹۹ په سلو کې یې امکان شته.

    د کابل ښار وزیر اکبر خان په ۱۷ سړک کې د نن ورځې په خونړي برید کې له ۸۰ ډېر ولسي وګړي ووژل شول او ۳۴۷ تنه ټپیان شول.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی