په ژوندی پڼه خپرونه
    غنی

    ولسمشر، د افغانستان د بحران د حل پاره ولس ته مراجعه وکړه

    فوتو ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 217 0 0

    ولسمشر غني ویلې چي په افغانستان کي به د روان بحران د حل لپاره ولس ته مراجعه کوي او د افغانستان د ژغورلو لپاره یې له ټولو ډلو او سیاسي ګوندونو غوښتنه کړې چي له شخصي ګټو پرته دې د هېواد دژغورو لپاره سره یو ځای سي.

    افغان ولسمشر وايي، وروستي برید وښوده، چي یوازې غندل کافي نه دي او حکومت به له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کي جدي ګامونه واخلي.

    ولسمشر غني د کابل د تېرې ورځې د برید په تړاو په خپاره کړي ویډیويي پیغام کي ویلي، چي ملت ته ورګرځي او د هېواد د ژغورلو لپاره له دوی مرسته غواړي.

    دده په وینا ټول دې له افغان حکومت سره یو ځای د نړیوالې ترهګرۍ پر وړاندې ودرېږي او نور دې په هېواد کي روان بحران ته د پای ټکی کيږدي.

    ولسمشر غني زیاته کړې، چي له مدني ټولنو او ګوندونو سره به تر مشورو وروسته د هېواد د ژغورلو لپاره اړین اقدامات تر سره کړي.

    نوموړي همدا راز د ترهګرۍ پر ملاتړو هېوادونو غږ کړی، چي له خپلې دې چارې دې لاس واخلي، ځکه همدا اور یوه ورځ ددوی تر لمنې هم رسېږي.

    ولسمشر په کابل کي وروستی برید د سیمې د قوي استخباراتي ادارو کار بولي خو زیاتوي چي افغانان ماته نه خوري او ترهګر به د سیمې د استخباراتو په مرسته خپلو شومو موخو ته و نه رسېږي.

    هغه یو ځل بیا د افغان ځواکونو مېړانه ستایلې ده او ددغو ځواکونو پر پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی