په ژوندی پڼه خپرونه
    U.S. President Donald Trump stands in the Oval Office following an interview with Reuters at the White House in Washington, U.S., April 27, 2017

    ټرمپ: انسانیت په روژې کي برید نه مني

    © REUTERS/ Carlos Barria
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 122 0 0

    ټرمپ د کابل برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي، د روژې په میاشت کي دغه برید ښيي چي ترهګر هېڅ ډول انساني او بشري موازینو ته ژمنتیا نه لري.

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کابل کي د تېرې ورځې برید غندلی دی. نوموړي تر دغه برید وروسته له ولسمشر اشرف غني سره تلیفوني خبرې کړې دي.

    هغه د افغانانو زړورتیا ستایلې ده او له ولسمشر سره یې خپله خواخوږي څرګنده کړې ده. ټرمپ زیاته کړې چي له افغان حکومت سره به ددغه برید د عاملینو په پیدا کولو او جزا ورکولو کي مرسته وکړي. هغه له افغان حکومت پر خپل ملاتړ ټینګار کړی دی.

    په ورته وخت کي د ملګرو ملتونو عمومي منشي هم د کابل برید وحشتناک بللی او هغه یې په کلکو ټکو غندلی دی. هغه له افراطیت او ترهګرۍ سره پر مبارزه ټینګار کړی دی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی