په ژوندی پڼه خپرونه
    Washington Post : له اسلام سره به د ټرمپ د جګړې لمبې پورته شي

    والي: د هلمند د حج اوقافورییس څارنوالۍ ته معرفی سو

    © Sputnik/ Mikhail Voskresenskiy
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 21 0 0

    د هلمند والي حیات‌الله حیات وایی، چې د هلمند د حج، اوقافو او ارشاد رییس د درې مهمو تورونو له امله څارنوالۍ ته ورپېژندل شوی او اوس بندي دی.

    د هلمند لوړ پوړي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د حج او اوقافو رییس عبدالحمید قاری‌زاده يې د فساد په تور څارنوالۍ ته پېژندلی دی.

    د یاد ولایت د حج او اوقافو پر مشر تور دی، چې هغه په دنده کې ناغیړي کړې او په اداري فساد ککړ دی.

    د هلمند والي حیات‌الله حیات نن)۵ شنبه جون ۱)د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، چې قاري‌زاده دنده کې د غفلت، له صلاحیتونو ناوړه ګټه اخیستنه، حج ته د معلمینو په توګه د خپلوانو لیږل او د حج په بهیر کې د فساد تورونه لګېدلي دي.

    والي زیاتوي، چې په هلمند کې د ملي اردو او ملي پولیسو یو شمېر اړوندان هم د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي.

    د نوموړي پر وینا، ۲۱۱ شاوخوا د اردو افسران څارنوالۍ ته معرفي شوي، چې څو تنه يې پولیس هم دي.

    خو د توقیف په اړه يې نیوکه لري او زیاتوي، چې د توقیف کېدو په باب يې سم چلند نه دی شوی.

    حج ته د لېږلو په بهیر کې پخوا هم ستونزې وې، څو کاله مخکې د وخت د حج او اوقافو ځای‌ناستی وزیر محمد صدیق په دغه بهیر کې د سلګونه زره ډالرو درغلۍ رسوایي له امله بهر ته وتښتېد او لاهم هېواد ته د قضایي تعقیب له وېرې نه شي راتلای.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی