په ژوندی پڼه خپرونه
    Пострадавший в результате взрыва в Кабуле

    د پرونۍ خونړۍ پیښې په اړه د مدني فعالینو لاریون

    © REUTERS/ Mohammad Ismail
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 2701

    کابل ښار کې د چارشنبې ورځ موټربم برید کې ۹۰ کسان وژل شوي او نږدې ۶۰۰ نور ټپیان شوي چې ډېر دغه قربانیان ملکي وګړي وو.

    په کابل کې ښار کې یو شمېر اوسېدونکي د پروني خونړي برید د غندلو په موخه راټول شوي و او خبرداری يې ورکړ، چې که حکومت د دا شان پېښو عاملینو ته سزا ور نه‌کړي، نو هیڅکله به هم هېوادوال په امن کې شپې او ورځې سبا نه‌کړي.

    په دغو ښاریانو کې، چې ځينې يې مدني فعالان هم و د پرونۍ خونړۍ پیښې د غندولو په تړاو د ښار بیلابیلو سیمو کې پر اعتراضي غونډو، مدني خوځښتونو او لارینونو لاس پورې کړ.

    د دې غونډو چې د افغانستان ځوانانو ملي مجمع او یو شمیر نورو بنسټونو په نوښت جوړې شوې وې ټولو ګډونوالو په یو غږ د داسې پیښو عاملینوته د سزا غوښتنه وکړه.

    د دوی په شعارونو کې لیکل شوي وو: "مرګ پر طالب، مرګ پر داعش او مرګ د ترهګرو ډلو پر ملاتړو".

    د غونډې ځینو ویناوالو وویل، حکومت په خپلو کړنو او امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی چې باید په دې هکله ترې پوښتنه وشي.

    مدني فعال سید سلام وویل، چې دولت او خلک باید غلي پاتې نه شي او د خپلو بې‌ګناه وګړو غچ واخلي.

    " رسنۍ، خلک او افغان ملت باید خپل غږ پورته کړي چې هر دویم وسله پورته کونکی باغي دی او مرګ یې روا دی، د امنیت ریاست ویلي چې دغه برید حقاني شبکې کړې نو له دولت سره انس حقاني بندي دی کولی شي چې خپل مجرمین پر دار وخیژوي ۱۵ کاله کیږي چې افغان دولت دفاع کوي نو چې دوښمنان دې بندیان نه کړي په دار یې ونه خیژوي نو نور څنګه عبرت واخلي."
    په همدې حال کې د افغانستان ځوانانو ملي مجمع غړو هم د پرونې پیښې په غبرګون کې اعتراض غونډې ته وویل چې حکومت په خپلو کړنو او امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی دی نو په داسې یو حالت کې باید خلک خپله راپورته او د داسې پیښو مخه ونسي.

    د رپوټونو له مخې په ننګرهار او هرات کې هم د پرونۍ پېښې د غندولو په تړاو غونډې جوړې شوې وې.

    دغونډو وینا والو یاده پېښه یو غیر انساني او غیراسلامي عمل وباله او له حکومت او خلکو یې د داډول پېښو مخنیوي غوښتنه وکړه.

    دا په داسې حال کې ده، چې نن (۵ شنبه جون ۱) په ولسمشرۍ ماڼۍ کې یوې باوري سرچينې د نوم نه‌ښودلو په شرط سلام‌وطندار ته وویل، چې ولسمشر محمد اشرف غني د طالبانو او حقاني شبکې د ۱۱ غړو د اعدام حکم په اړه غور کوي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی