په ژوندی پڼه خپرونه
    تر اوسی روغتون ته ۶۰ ټپيان لېږدول شوي‌

    د کابل په برید کي زیانمن سوي سفارت خوني

    © Photo/ Tareen A.
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 9410

    د کابل په پروني بريد چي د شاوخوا نهو بهرنيو هېوادونو د سفارتونو ودانۍ زيانمنې سوې او يو شمېر کورني او بهرني کارکوونکي يې ټپيان کړي دي.

    پرون سهار د کابل د لسمې حوزې په مربوطاتو چي د يوه ځانمرګي بريد له امله شاوخوا ٩٠ تنه ووژل سول او تر ٤٦٠ زيات ټپيان سوي دي.

    په کابل چي د هند د سفارت مطبوعاتي دفتر وويل چي په پروني بريد چي يې ودانۍ زيانمنه سوې.

    دغه راز د جرمني د سفارت لخوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه چي راغلي چي د دوى سفارت په بشپړه توګه ويجاړ سوى او تر بلې خبرتيا پورې يې کارونه درېدلي دي.

    د بريتانيا سفارت بيا په خپله ټويټرپاڼه چي ليکلي چي ددوى د سفارت یوازې ښيښې ماتې سوې او کارونه يې نورمال روان دي.

    بلخوا د فرانسې د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي په پروني بريد چي يې د سفارت ودانۍ ډېره زيانمنه سوې، خو کارکوونکو ته يې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

    د بلغاريا د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي چي د کابل په پروني بريد چي يې د سفارت ودانۍ په بشپړه توګه ويجاړه سوې، خو کوم کارکوونکى يې نه دى ټپي سوى.

    دغه راز په واشنګټن چي د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چي د کابل په پروني بريد چي يې ٩ تنه افغان ساتونکي وژل سوي او ١١ امريکايي قرارداديان ټپيان سوي دي.

    د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، په دغه بريد چي يې سفارت زيانمن سوى، خو کارکوونکي يې نه دي ټپي سوي.

    د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت هم ويلي، چي په بريد چي يې د سفارت ودانۍ زيانمنه سوې، خو کارکوونکو ته يې زيان نه دى اوښتى.

    په بيجنګ چي د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي چي په کابل چي ددوى سفارت هم د پرونۍ چاودنې له امله زيانمن سوى دى.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی