په ژوندی پڼه خپرونه
    Afghan security force member walks holding the Afghan national flag after government forces took full control of a village from Islamic State (IS) fighters during a military operation in Kot District of eastern Nangarhar province (File)

    ننګرهارکي د ځانمرګو یوه ډله ونیول سوه

    © AFP 2017/ NOORULLAH SHIRZADA
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12501

    دغه کسان د ملي امنيت له لوري د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کي د ځانګړو عملياتو پرمهال نيول سوي دي.

    د افغانستان د ملي امنيت ځانګړو ځواکونو په ننګرهار کي د طالبانو اړوند شپږ تنه نيولي چي ويل کيږي د ډله ايزو ځانمرګو بريدونو لپاره چمتو سوې وو.

    د ملي امنيت د لوی رياست له لوري په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د نيول سويو کسانو نومونه عزيزالله، رحمت الله، نزاکت مشهور په وفا، نورعلي، قاري زاهد او طاهر مشهور په ابوذر ښودلي.

    خبرپاڼه وايي چي ياد کسان د طالبانو د پېښور شورا له لوري د ننګرهار ولايت په يو له ګڼې ګوڼې سيمې کي د ډله ايزو ځانمرګو بريدونو د تر سره کولو په موخه را استول سوي وو.

    سرچينې د دغه کسانو د نيول کيدو دقيق وخت او ځای نه دی ښودلی.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی