په ژوندی پڼه خپرونه
    په کابل کې پولیس مظاهره کوونکې خواره واره کوي او هوائې ډزي کوي

    په کابل کې پولیس مظاهره کوونکې خواره واره کوي او هوائې ډزي کوي

    © AP Photo/ Massoud Hossaini
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 36 0 0

    د افغانستان په پلازمېني کابل کې افغان پوليس هڅه کوي د مظاهرچيانوّمخه ډب کړي، مظاهره چيان په پلازمېني کابل کې د خونړی ترهګرۍ بريد پر ضد راټول شوي او دحکومت او ولسمشر محمد اشرف غني د استعفی غوښتنه کوي. د کابل پولیس هڅه کوي مظاهره کوونکې تيت او پرک کړي او هوائي ډزي کوي . دامطلب رويترز اژانس د عيني شاهد له قوله ورکړی دي.

    د ازانس د معلوماتو له مخې تر ۱۰۰۰ تنه زيات کسان د جمعي په ورځ د ترهګرۍ بريد سيمي ته نږدې راټول شوي دي.پوليسو وروسته له هغې هوآئي ډزي وکړي چې يوشمير احتجاج کوونکو غوښتل د پوليسو د کمربند هاخوا ننوزي. د طلوع نيوز د تلويزيوني چينل دخبر سره سم تراوسه پورې ۶ تنه احتجاج کوونکې نیول شوي دي. په کابل کې د چهارشنبي په ورځ دولسمشرماڼې څنګ ته او دبهرنیو سفارتونو ودانيو ته نږدې زوروره چاودنه وشوه، چې د ورستيو راپورونو له مخي تر ۱۰۰ تنه زيات کسان ووژل شول ، او ۶۰۰ نور کسان ټپيان شول. ددغه ترهګرۍ بريد مسئولیت «اسلامي دولت» ترهګرۍ ډلې په غاړه واخست.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی