په ژوندی پڼه خپرونه
    د کابل په احتجاجيه مظاهرو کې اووه تنه وژل شوي دي

    د کابل په احتجاجيه مظاهرو کې اووه تنه وژل شوي دي

    © Sputnik/ D. Fuladi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 12001

    په کابل کې د حکومت ضد مظاهرو په ترځ کې له پوليسو سره په نښته کې اووه تنه وژل شوي دي. دامطلب طلوع نيوز د طبي سرچېنو له قوله ورکړی دي. مخکې راپور ورکړ شوی چې يوتن وژل شوی او اته تنه ټپيان شوي دي.

    د تلويزيون دوينا له مخې پوليسو پر مظاهره کوونکو د اوښلن ګاز او داوبو دپاشلو څخه کار اخستی دي. همدارنګه، مظاهره کوونکې ادعا کوي، چې پوليسو پر هغوی ډزې وکړې. د رویټرز په وینا،تر زرو زيات کسان د جمعي په ورځ په کابل کې مظاهره وکړه. دوی په پلازمېنه کابل کې د ستر ترهګرۍ بريد وروسته دافغانستان له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتنه وکړه چې استعفی وکړي. د کابل په وزير محمد اکبرخان سيمه کې ټانکر موټر چې د چاوديدونکو توکو ډک و و چاوديد. دافغانستان دعامي روغتيا وزارت په وینا په دغه پيښه کې تر سلو زيات کسان وژل شوي او ۶۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي او تر ۵۰ زيات موتر په بشپړه توګه او يا هم په قسمي توګه ويجاړ شوي دي. نږدې ودانۍ هم زيانمني شوي دي. ددغه بريد مسئوليت «اسلامي دولت» په غاړه واخست.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی