په ژوندی پڼه خپرونه
    عبدالله: دافغانستان خلګ بايد د هېواد اوسني حالت درک کړي د مظاهره کوونکو سره خبرو اترو ته چمتو يو

    عبدالله: دافغانستان خلګ بايد د هېواد اوسني حالت درک کړي د مظاهره کوونکو سره خبرو اترو ته چمتو يو

    © Sputnik/ D. Fuladi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 15320

    د افغانستان د ملي يووالي حکومت اجرائيه رئيس ډاکتر عبدالله عبدالله د خلګو د اعتراضونو په ځواب کې وويل چارواکې د سوله يزو مظاهرو او له هغوی سره دملتيا د فاع کوي.

    خو خلک هم باید په افغانستان کې په اوسني حالت پوه شي.سپوتنيک د فارس د خبري اژانس له قوله کاږي. دافغانستان د ملي يووالي حکومت اجرائيوي رئيس د کابل د خلګو د مظاهرو په اړه غبرګون ښودلی دي. عبدالله وويل کله چې دښمن خلګ متاثره کوي. خلګ بايد اصلي قضيه هيره نه کړي. هغه وويل د مظاهره کوونکو مشروع غوښتني په پام کې نيول کيږي. او د افغانستان د ملي وحدت حکومت چمتو دي له دوی سره مرسته وکړي. عبدالله ټينګار وکړ چې د ننني مظاهرو د وژل شوو کسانو په اړه جدي څېړنې به د هغوی د استازو په ګډون تر سره کړي.هغه زياته کړه: موږ د سوله يزو مظاهرو د حق څخه دفاع کوو. خو خلګ هم بايد دافغانستان اوسني حالت درک کړي. او يو اړخيز قضاوت ونه کړي. نن يه سلګونه تنه د کابل د چهارشنبي ترهګرۍ بريد په پلمه لارو کوڅو ته راوتلي وه او د «ترهګرو د مرګ» شعارونه ئي ورکول او د ملي يووالي د حکومت د استعفا غوښتنه ئي کوله.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی