په ژوندی پڼه خپرونه
    ګلبدين: اسلام د ملکي وګړو د ژوند خوندي ساتلو حکم کړی دی

    ګلبدين: اسلام د ملکي وګړو د ژوند خوندي ساتلو حکم کړی دی

    svoboda.org
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 15600

    حکمتيار دکابل د چهار شنبې ورځې په خونړۍ پېښه کي وژل شويو کسانو ته د لوی خدای له درباره د فردوس جنت، ټپيانو ته د عاجلې شفا او د دې پېښې د قربانيانو کورنيو ته د صبر او زغم غوښتنه وکړه

    حزب اسلامي وايي، د کابل خونړۍ پېښه د پرديو د اجيرانو عمل دى.

    د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په کابل کي د چهارشبنې ورځې بريد د پرديو اجيرانو عمل بولي او زياته کړې يې ده چي اسلام د ملکي وګړو د ژوند خوندي ساتلو حکم کړی دی.

    د حزب اسلامي رهبر ګلبدين حکمتيار دغه څرګندونې پرون په کابل کي د ښځو د اسلامي تنظيم لخوا په جوړه سوې ستره غونډې کي وکړې.

    ګلبدین حکمتیار همدا راز زیاته کړه، چي د پردیو جواسیس یوازې خپل هېوادوال د غم پر ټغر کینوي او دوی په ټوله مانا د پردیو لپاره کار کوي او له اسلام هم د وسیلې په توګه کار اخلي.

    دده په وینا، متاسفانه دغه خلک جاهلان دي، انسانان وژني او فکر کوي چي له دې لارې اسلام ته خدمت کوي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    پاکستانی ورځپاڼه: چين، حکمتيار او طالبانو ته د سفر بلنه ورکړې
    حکمتيار: ناټو په افغانستان کې له ناکامۍ سره مخ ده
    د ګلبدين حکمتيار راڅرګندېدل وځنډېده
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی