په ژوندی پڼه خپرونه
    د لاریون او کودتا تر منځ توپیر باید وي

    د لاریون او کودتا تر منځ توپیر باید وي

    © Sputnik/
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 138 0 0

    د ولسي جرګې غړی وايي، ځينې ډلې د خپلو ناوړه موخو د تر لاسه کولو لپاره د خلکو له احساساتو استفاده کوي او د خپلوګټو لپاره لاریونونه کوي.

    لاریون کوونکي دې د قومي مسایلو پر ځای ملي مسایل مطرح کړي.

    د ولسي جرګې غړی نادرخان کټوازی وايي، هغه کسان چې په لاریونونو کې قومي او ژبني مسایل مطرح کوي خاینین دي او حکومت یې باید پر وړاندې جدي اقدام وکړي.

    د نادر خان کټوازي په وینا لاریون د خلکو قانوني حق دی خو د لاریون او کودتا تر منځ توپیر باید شته وي.

    هغه زیاته کړه، چې د جمعې ورځې لاریون کوونکو ته د لاریون لوری مشخص سوی و، خو دوی داسې دولتي ادارو ته د ننوتو هڅه کوله چې ددوی له مسیر لري وې او امنیتي ځواکونه یې د ساتلو لپاره ګومارل سوي وو.

    هغه زیاته کړه، چې لاریون کوونکو له ځان سره وسلې لرلې، پر پولیسو یې ډزې کړې دي او دغه وسلې ځینې خاصو کسانو تر دوی رسولې دي او دغه خاینین باید پیدا او د قانون منګولو ته وسپارل سي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی