په ژوندی پڼه خپرونه
    د افغانستان او امریکا پر امنیتي تړون غور وسي

    د افغانستان او امریکا پر امنیتي تړون غور وسي

    © Photo/ U.S. Army
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 123 0 0

    د ولسي جرګې غړو په افغانستان کې وروستیو خونړیو پېښو ته په اشارې ویلي، چې حکومت دې له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر خبرې وکړي او دغه تړون چې افغانانو ته یې د ګټې پر ځای زیان اړولی دی لغوه سي.

    د ولسي جرګې غړي وايي، په افغانستان کې د امنیت د ښه کېدو او ثبات د راتلو یوازینۍ لار دا ده، چې له امریکا سره پر امنیتي تړون له سره غور وسي.

    ددغه جرګې غړو د نننۍ غونډې په امتیازي ساعت کی ویلي، د حل یوازینۍ لار دا ده، چې له امریکا سره شته امنیتي تړون لغوه سي.

    د وکیلانو په وینا، له امریکا سره د ستراتيژيک او امنیتي تړون لاسلیک افغانستان ته نیابتي جګړه راوستې او افغانستان یې د یوې نړیوالې جګړې پر مرکز بدل کړی دی.

    د ولسي جرګې غړو همدا راز د امنیتي ادارو کمزوري غندلې ده او پر حکومت یې غږ وکړ، چې د یادو ادارو چارې دې وړ او په کار پوه کسانو ته وسپاري او هغه کسان دې له دې څوکیو لرې کړي چې د پردیو لپاره کار کوي او تر ملي ګټو شخصي ګټې ورته مهمې دي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    جرمني: د افغانستان پرمختګ د ناټو او د امریکا د ګډون نه پرته ناشونی دی
    د امریکا پخوانی سفیر: په افغانستان کې د روان کړکیچ تر شا د پاکستان لاس دی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی