په ژوندی پڼه خپرونه
    چاودنه د مارشال فهیم په تپه کې سوي

    چاودنه د مارشال فهیم په تپه کې سوي

    © Sputnik/
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 37110

    د کورنیو چارو وزارت، پيښه تائیدوي او زیاتوي، چې پيښه په سرای شمالي کې د مارشال محمد قسیم فهیم په تپه کې سوي، خو د تلفاتو په اړه څه نه وایي.

    په کابل کې د مشرانو جرګي د لومری مرستیال عالم ایزدیار د زوی سالم ایزدیار د جنازي په مراسم کې درې پرله پسي چاودني سوي.

    د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي، چې پيښي ته د دوی تحقیقي پلاوی تللی.

    په دغو مراسمو کې زیاتو دولتي چارواکو ګډون کړی دی.

    د تر اوس معلوماتو په اساس په چاودونو کې ۱۹ کسان وژل سوي او ۱۲ کسان نور ټپيان دي، خو دا شمیره تر اوسه کومي رسمي سرچیني نه ده تائید کړي.

    د کابل امنیه قومندان هم چاودنې تائيدوي خو د جزئیات په اړه څه نه وي.

    د پيښي د هدف او نوعیت په اړه هم تر اوسه معلومات نه سته.

    د پيښي مسولیت تر اوسه کومي ډلي پر غاړه نه دی اخیستی.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار د خپل افغان سیال سره په کابل کې د تروریستي برید په اړه بحث کړي
    د کابل په احتجاجيه مظاهرو کې اووه تنه وژل شوي دي
    عبدالرشيد دوستم د نااعلان شوي سفر وروسته کابل ته راغی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی