په ژوندی پڼه خپرونه
    ګارنيزيون: پر لاريون کونکو د ځانمرګو بريدونو پلان شتون لر ي

    ګارنيزيون: پر لاريون کونکو د ځانمرګو بريدونو پلان شتون لر ي

    © Sputnik/ Andrey Greshnov
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 49 0 0

    دکابل ګارنيزيون وایی چې کشفي راپورونه او اطلاعات څرګندوي چې د وطن دښمنان بيا هم غواړي چې د زموږ د خلکو پرغونډو، مظاهرو او لاريونونو د يرغل، ځانمرګو بريدونو او چاودنو له لارې د تېر په څېر په نښه کړي.

    سرچینه زیاتوی، په لاريونونو او غونډو کې د احتمالي ځانمرګو بريدونو د راپور له امله له خلکو غوښتنه کړې ده، څو له هغه لاريونونو اعتصابونو او ناستو دې ډډه وکړي چې په هېواد کې د نافده قوانينو سره ټکر لري.

    دا په داسې حال کې ده چې د تېرې چهار شنبې په ورځ په وزير اکبرخان کې د موټربم په وسيله د سوي ځانمرګي بريد له امله شاوخوا اتيا کسان ووژل سول او له ٤٦٠ زيات ټپيان سول چې ډېری يې ملکي وګړي وو.

    د سوي بريد په غبرګون کې پرون په کابل کې ګڼ شمېر خلکو لاريونونه وکړل چې تاوتريخوالى په کې رامنځته سو.

    د راپورونو له مخې، په دغو لاريونونو کې چې د لاريون کوونکو له منځه اووه کسان ووژل سول او لس نور ټپيان سول.

    راپورونه همدارنګه وايي چې په لاريونونو کې ٢٥ پوليس هم ژوبل سوي دي.

    د کابل ګارنيزيون عمومي قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي: ((ګرانو هېوادوالو! درې ورځې وړاندې دردوونکې تروريستي پېښه رامنځته سوه او ګڼ مالي او ځاني تلفات يې لرل چې زه د يوه امنيتي مسوول او ستاسې د هېواد په توګه له زړه نه پرې خواشينى يم.

    داسې وضعيت بايد رامنځته نه سي چې پايله کې يې زموږ عزت، حيثيت او د ځوانانو وينه تويه سي، ترخې تجربې بايد تکرار نه سي.))

    د ګارنيزيون قوماندانۍ ليکلي چې د وطن دښمنانو يو پر بل پسې توطيې جوړوي، زموږ د ماشومانو، ځوانانو، عالمانو، مخورو، ميندو په ځانګړي ډول د هېواد د رښتينو مدافعينو د وينو له تويولو خوند اخلي، په دې فکر کې دي چې د تېر په څېر خلک د غم پر ټغر کېنوي.))

    دا چې امنيتي ځواکونه ستاسې خدمتګاران دي او شديدا په فوق العاده امنيتي دندو بوخت دي، په خورا درنښت سره هيله کوو چې د يو څه وخت لپاره د امنيتي تدابير چې د ناوړه پېښو د مخنيوي لپاره نيول سوي، زموږ معذرت ومنئ، له خپلو هغو غونډو، لاريونونو او اعتصابونو ډډه وکړئ چې د هېواد د نافذه قوانينو خلاف دي.))

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی