په ژوندی پڼه خپرونه
    ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

    ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه

    © Photo/ ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 278 0 0

    د غونډې په پیل کې د جنازې پر مراسمو د پرونۍ تروریستي پېښې برید وارزول شو او یاده پېښه په سختو ټکو وغندل شوه.

    د ملي امنیت شورا غونډه د افغانستان دجمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ نن له غرمې مخکې په ارګ کې جوړه شوه.

    په غونډه کې ټینګار وشو، چې د شهیدانو کورنیو ته رسېدنه وشي او د ټپیانو د درملنې په برخه کې دې له ټولو امکاناتو استفاده وکړي، همدارنګه دې له هغو کسانو سره جدي او قانوني چلند وشي چې د یادو مراسمو د امنیت په ټینګښت کې یې بې غوري کړې.

    وروسته ملي امنیت شورا د کابل پروسې ناستې د امنیت د تامین د څرنګوالي او تیاریو په اړه چې ټاکل شوې د افغانستان دولت په کوربه توب د بین المللي مقاماتو او استازو په ګډون په کابل کې جوړه شي خبرې وکړې او د دې ناستې د جوړېدلو په ارزښت ټینګار وشو.

    وروسته، د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي د جمعې ورځې د لاریون د پېښې د څېړنو لپاره د تیاریو په اړه خپل راپور وړاندې کړ او څرګنده یې کړه چې لوی څارنوالي د څېړنې پلاوي او همدارنګه له تخنیکي پلوه په دې اړه لازم چمتووالی لري او یاده پېښه به په جدیت او د هغې بېلابېلو ابعادو ته په پام وارزوي.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    ارګ کې د کابل پېښې په اړه فوق العاده غونډه جوړه شوه
    ارګ، ۲۴ قراردادونه منظور کړل
    ارګ کې دتدارکاتو سلمه غونډه جوړه شوه
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی