په ژوندی پڼه خپرونه
    د داعشیانو دوه مشران ثاقب او نعمان  ووژل شول

    د داعشیانو دوه مشران "ثاقب او نعمان" ووژل شول

    © AFP 2017/ Joseph Eid
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 36 0 0

    د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د داعش ډلۍ د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هریو ثاقب او نعمان په شمول ۲۶ تنه وژل شوي یو تن ټپي او د دوي ۴ موټر له منځه وړل شوي.

    د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د ۲۶ تنو داعشیانو په شمول ۶۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

    دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، کاپیسا، پکتیا ، پکتیکا ، خوست ، غزنی، میدان وردک کندهار، ارزګان ، زابل ، بادغیس ، کندز، بدخشان ، فاریاب او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په ترڅ کې يې د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د داعش ډلۍ د ۲ تنو سیمه ایزو قوماندانانو هریو ثاقب او نعمان په شمول ۲۶ تنه وژل شوي یو تن ټپي او د دوي ۴ موټر له منځه وړل شوي ، د غزني ولایت د قره باغ او آب بند په ولسوالیو کې ۲۲ تنه طالب تروریستان وژل شوي ، ۱۴ تنه ټپیان او ۵ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي او د کندز ولایت ښار اړوند ګورتیپې په اړوند سیمه کې ۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

    همدا راز په یادو عملیاتو کې د کاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې ۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۸ تنه ټپیان د پروان ولایت په اړوند سیمه کې یو تن ماین ایښودونکی وژل شوی او د میدان وردګو ولایت د سید آباد په ولسوالۍ کې ۲ تنه وسله وال ترهګر ټپیان یو شمیر وسلې ، مهمات او ۲ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي دي.

    ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی