په ژوندی پڼه خپرونه
    استازي: له امریکا سره تړونپه افغانستان کې د جګړې ستر لامل دی

    استازي: له امریکا سره تړونپه افغانستان کې د جګړې ستر لامل دی

    © AP Photo/ Maya Alleruzzo
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 42 0 0

    د ولسي جرګې غړي وايي، له امریکا سره تړون دلته د جګړې ستر لامل دی او په سیمه کې یې روانو جګړو ته زمینه برابره کړې ده.

    ډیری وکیلانو پر امریکا نیوکه کوله، چې له افغانستان سره یې امنیتي تړون لاسلیک کړی دی، خو تر ګټو یې زیانونه ډیر دي.

    د ولسي جرګې ډیره برخو غړو په نننۍ غونډه کې هم له امریکا سره د سته تړون د لغوه کولو غوښتنه وکړه.

    د وکیلانو په وینا د ملي وحدت حکومت هم باید په دې اړه ولس ته ځواب ووايي، چې له امریکایانو سره یې د تړون ګټه او پایله څه وه او ولې په افغانستان کې سته ستونزې ورځ تر بلې ډېرېږي.

    د وکیلانو په وینا دغه شوم تړون سیمه ییز رقابت او افغان وژنې ته زمینه برابره کړې ده او باید ولسي جرګه پر دغه تړون له سره کتنه وکړي او د لغوه کولو لپاره یې عملي او جدي ګامونه پورته کړي.

    وکیلانو همدا راز پر ملي یووالي ټینګار وکړ او هغه ډلې یې پردۍ جاسوسې وبللې چې د نفاق او تعصب لپاره کار کوي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی