په ژوندی پڼه خپرونه
    د عبدالله ځواب به عطامحمد نور ته څه وی؟

    د عبدالله ځواب به عطامحمد نور ته څه وی؟

    © Wikipedia/ DFID - UK Department for International Development
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 147401

    د عطامحمد نور په خبره، له عبدالله سره د خبرو لپاره هم يو لس کسيز پلاوی ټاکل سوی، څو ترې وپوښتي چي وروستيو پېښو ته په پام له دوی سره دريږي او که د هغو کسانو تر څنګ پاتې کيږي، چي بې ګناه خلک يې په ګوليو وويشتل.

    همدارنګه د اسلامي جميعت ګوند د مذاکراتو لپاره د ارګ بلنه رد کړې ده.

    د جميعت اسلامي ګوند اجرايي مشر عطامحمد نور پر خپله فسبوک پاڼه ليکلي، چي جميعت ګوند پرون د سالم ايزديار د جنازي په مراسمو کي تر چاودنو وروسته فوق العاده غونډه کړې ده.

    نور ويلي، د غونډې په پيل کي د پېښې په اړه له ارګ سره د مذاکراتو بلنه رد سوه.

    سرچينې ويلي، د جميعت اسلامي ګوند رهبري پلاوی خپل مسئوليت ګڼي، چي په دې شرايطو کي د خپلو خلکو تر څنګ ودريږي.

    دا په داسې حال کي ده، چي د جمعې په ورځ يو شمېر مغرضو کړيو د خلکو لاريون په لوی لاس په تاوتريخوالي واړاوه او د همدې تاوتريخوالي په پايله کي د مشرانو جرګې د مرستيال محمدعلم ايزديار د زوی په ګډون پنځه تنه ووژل سول.

    د ايزديار د زوی د جنازې په مراسمو کي پرون بيا درې ځانمرګي بريدونه وسول، چي ۱۱۵ تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی