په ژوندی پڼه خپرونه
    د ځانمرګو بریدګرو لارښود ونیول سو

    د ځانمرګو بریدګرو لارښود ونیول سو

    © Photo/ commons.wikimedia.org
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 235220

    د افغانستان ملي امنیت وایي یاد ځانمرګي د پاکستان د کویټي د مولوي احمد په مدرسه کې روزنه ترلاسه کړي وه او وروسته افغانستان ته را لیږل سوي وه.

    د ملي امنیت له خوا په کابل کې ۱۳ ځانمرګي برید کوونکي نیول سوي.

    د ملي امنیت څخه په خپره سوي خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه بریدګر هم نیول سوی، چې غوښتل یې پرون د سالم ایزدیار د جنازي په مراسمو کې ځانمرګی برید وکړي، خو خپل هدف ته نه دی رسیدلی.

    خبرپاڼه زیاتوي، چې دولس نور ځانمرګي بریدګر چې غوښتل یې د کابل په نورو بیلابیلو سیمو کې ځانمرګي بریدونه ترسره کړي هم نیولي دي.

    د خبرپاڼي په وینا یادو ځانمرګو چاودیدونکې توکي په بوټونو کې ځای پر ځای کړي وه، چې په اسانی د تلاشي د مهال څخه تیر سوي وه.

    پرون د مشرانو جرګې د دویم مرستیال عالم ایزدیار د زوی سالم ایزدیار د جنازي په مراسمو کې خانمرګي بریدونه وسوه، چې اوه کسان يې مړه او ۱۰۰ نور یې ټپيان کړه.

    په پيښه کې طالبانو خپل لاس لرل رد کړي وه او بلي کومي ډلي تر اوسه د پيښي مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    ارګ کې د ملي امنیت شورا غونډه جوړه شوه
    د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار د خپل افغان سیال سره په کابل کې د تروریستي برید په اړه بحث کړي
    ملي امنیت شورا: د کابل برید دحقاني شبکې لخوا د پاکستان په مرسته تر سره سوی
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی