په ژوندی پڼه خپرونه
    کاپيسا لپاره د طالبانو والي وژل سوی

    کاپيسا لپاره د طالبانو والي وژل سوی

    © AP Photo/ Allauddin Khan
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3410

    افغان هوايي ځواکونه په کاپیسا کې هوايي برید کړی او د ملا دوست محمد په گډون یې لس نور طالبان هم وژلي دي.

    د کاپيسا امنیه قوماندان محمد رازق یعقوبي رسنیو ته ویلي، د یکشنبې په سهار افغان ځواکونو د هوايي برید پر مهال کاپیسا لپاره د طالبانو ټاکل سوی والي ملا دوست محمد ه وژلی دی.

    طالبان د کاپیسا د چارواکو ادعا ناسمه بولي.

    د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد رسنیو ته وويل، چې نن سهار يې له ملا دوست محمد سره خبرې کړي او د کاپيسا د چارواکو ادعا يې بې بنسټه بللې ده.

    خو په تېرو څلورو میاشتو کې د کندوز، تخار او بغلان لپاره هم د طالبانو والیان د افغان یا بهرنیو ځواکونو له لوري وژل شوي و.

     

    اړیکه ټینګوونکی:

    طالبانو ویلي، چې د کابل په نني برید کې لاس نه لري
    له طالبانو ايرانۍ وسلې نيول سوي
    دفاع وزارت: د طالبانو په سیمو کې هیڅ چورلکه نه دي ناسته
    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی