په ژوندی پڼه خپرونه
    Человек с ножом

    فراه كې د بغلان د والي ساتونکي ووژل سول

    © Fotolia/ BortN66
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16 0 0

    د چارواکو په وينا، د بغلان د والي درې ساتونکي د رخصتۍ له اخيستلو وروسته خپلو كورونو ته روان وو، چې له نامعلومو وسله والو سره مخ شول.

    نامعلومو وسله والو په فراه ولايت كې د بغلان د والي درې ساتونکي او يو بل سرتېرى وژلي دي.

    د فراه د والي وياند ناصر مهري وایی، چې دا څلور تنه پرون ماښام د بالابلوک ولسوالۍ په شمال ګاه كلي كې د نامعلومو وسله والو له لوري په ډزو وژل شوي دي.

    مهري زياته كړه، چې پوليسو په دې اړه پلټنې پيل کړي، ترڅو د پېښې عاملين پيدا کړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

    د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی