په ژوندی پڼه خپرونه
    افغان پوځیانو د غزنی په ولایت کی طالب جګړه ماران په شا تمبولی دی

    دفاع وزارت:۵۳ ترهګر وژل شوي

    © REUTERS/ Omar Sobhani
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 3 0 0

    په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، ۵۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۶۴ تنه نور ټپیان شوي دي .

    د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کی چې د کاپیسا، پکتیا ، پکتیکا ، خوست ، غزنی، میدان وردک ، کندهار، ارزګان، بادغیس ، کندز، بدخشان ، فاریاب او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په ترڅ کې يې د غزني ولایت د قره باغ او اندړو په ولسوالیو کې ۷ تنه طالب تروریستان وژل شوي او ۹ تنه ټپیان ، د میدان وردګو ولایت د جلریزو په ولسوالۍ کې ۲۳ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۴۰ تنه ټپیان او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ او ښار اړوند سیمه کې ۱۳تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

    همدا راز په یادو عملیاتو کې د هلمند ولایت د ګرمسیر په ولسوالۍ کې ۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي د دښمن ۲ عرادې موټرې او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي او د بدخشان ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې ۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

    ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی