په ژوندی پڼه خپرونه
    صلاح الدین ربانی

    رباني: ولسمشر دې اتمرګوښه کړي

    © Sputnik/ SCO Host Photo Agency
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 8210

    د جميعت ګوند مشر وويل، چي جميعت ګوند د ملي يووالي حکومت د هوکړې له مخې د حکومت نيمايي ونډه وال دی او له دوی پرته حکومت مانا نه لري.

    د اسلامي جميعت ګوند مشر صلاح الدين رباني وايي، د افغانستان د بهرنيو چارو د وزير په توګه يې لا د کابل په ناسته کي، چي سبا جوړيږي، د ګډون پريکړه نه ده کړې.

    د جميعت ګوند مشرصلاح الدين رباني نن په کابل کي يوې خبري ناستې ته وويل، چي دا پريکړه به د جميعت اسلامي ګوند کوي، چي دی د بهرنيو چارو د وزير په توګه په ياده ناسته کي ګډون وکړي او که نه.

    جميعت اسلامي پر دې سربېره حکومت ته درې وړانديزونه هم وکړل، چي د ملي امنيت شورا د سلاکار په ګډون دې د امنيتي ادارو مشران ګوښه کړي، د کابل وروستۍ پېښې دې وڅېړي او د ملي يووالي حکومت هوکړه دې په بشپړ ‌‌ډول پلې کړي.

    رباني وويل، د بلخ والي عطامحمد نور يې د دې دريځ ملاتړ کوي، او اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله هم، چي د جميعت په ملاتړ اجرائيه رياست ته رسيدلی، ښايي د دوی ننګه وکړي.

    صلاح الدين رباني د دې پوښتنې په ځواب کي چي د ملي امنيت شورا د سلاکار د ګوښه کولو لپاره کوم دليل لري او که نه، ويلو ته څه نه درلودل خو ټينګار يې وکړ، چي ګوند يې د ټولو امنيتي ادارو د مشرانو ګوښه کول غواړي.

    جميعت اسلامي ګوند که له يوې خوا ځان د حکومت د نيمايي برخې مالک بولي، له بلې خوا يې نن يو ځل بيا پر همدې حکومت توندې نيوکي وکړي؛ هغه چاره چي کتونکي يې د جميعت ګوند له لوري نوې نه بولي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی