په ژوندی پڼه خپرونه
    د سره صلیب ریس: په افغانستان کې جګړه ټوټه ټوټه او نوره هم ستونزمنه کېږي

    سره صلیب: د افغانستان وضعیت داندېښنې وړ ده

    © www.wikipedia.org
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 14 0 0

    دسره صلیب مسولین وايي چي داحالت داندېښنې وړ ده ،چي نړۍ وال ځواکونو او افغانانو ویني هیسي بې نتیجې ښکاري کیدای سي نورهم وضعیت ترینګلی شي ،نوموړی وايي ښکیلو چارواکو اوبهرنیانو جګړه ټوټي ټوټي کړې ده چي مرګ ژوبله یې تربل هروخت زیاته ده.

    دسره صلیب نړۍ والې ادارې مشر ماوریر ویلي چي افغانستان کې ترورستي پېښې اونړۍ وال تړنونه داسي برېښي چي وضعیت په خرابیدو دی ،کیدای شي داجګړه نورې جګړې هم وزیږوي اوحالت لاپسې جګزیز اونا امنه شي.

    هغوی وايي چي اوس لا حالت کابو کیدونکي دی داسي څه نشته چي جګړه دې له اختیاره ووځي ،خو که اوس کنترول نه شي نوکیدای شي راتلونکي کې ستونزې ولري.

    سره صلیب ویلي چي ترمخکې اوس ځکه حالت داندېښنې وړ ده چي مخکې موږ له دولت اوطالبانو سره په جګزیزډګرکې په تماس کې و ،صرف دوې خوا وي موجودې وي خواوس جګړه ډیره خطرناک حالت ته ګرځیدلې ځیني داسي استخباراتي ګړۍ داخلي شوي چي دوی ورسره هیڅ ډول اړیکي نه لري اونه یې پيژني همدا دیوې نوې لوي جګړې نښې دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی