په ژوندی پڼه خپرونه
    Антиправительственная демонстрация в Кабуле за отставку президента страны Ашрафа Гани

    د حکومت او لاریونکونکو ترمنځ پلاوی وټاکل سو

    © Sputnik/ D. Fuladi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 17210

    ولسي جرګې د کابل د وروستیو پېښو په تړاو له ټولو ولایتونو نه یو ۳۴ کسیز پلاوی د ټاکلو له‌پاره مثبته رایه ورکړه.

    ولسي جرګې په نننۍ (دوشنبې د جون پر ۵مه) عمومي غونډه کې تصویب کړه، چې د حکومت او لاریونیانو ترمنځ یو ۳۴ کسیز پلاوی وټاکل شي.

    د ولسي جرګې رییس عبدالروف ابراهیمي وویل، دا پلاوی دنده لري، چې د لاریونیانو او حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړي او د وروستیو پېښو په اړه له سفارتونو او یونما دفتر سره د خبرو ترڅنګ د روان کړکېچن حالت له‌پاره مناسبه سوله‌يیزه حل لاره راوباسي.

    ابراهیمي زیاته کړه، چې د ټولو ولایتونو وکیلان دې په‌خپلو کې غونډه وکړي او ژر تر ژر دې پلاوي ته خپل استازی معرفي کړي.

    دا پلاوی په‌داسې حال کې ټاکل کېږي، چې په تېرو څوو ورځو کې په کابل کې موټر بم چاودنې، لاریون او د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوی په جنازه کې د شويو بریدونو شاوخوا ۷ تنو ته مرګ و ژوبله اړولې او د وزیر اکبر خان په سیمه کې د چهارشنبې ورځې د پېښې ځای ته نږدې د لاریونیانو له لوري د تحصن خېمه وهل شوې‌ده.

    د ولسي جرګې غړیو هیله وښوده، چې دغه پلاوی به د حکومت او لاریونیانو ترمنځ سوله‌ وکړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی