په ژوندی پڼه خپرونه
    ارگ

    ولسمشرۍ ماڼۍ: د رباني څرگندونې د دښمن په گټه دي

    © Wikipedia
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 86 0 0

    ولسمشرۍ ماڼۍ د حنيف اتمر په تړاو د صلاح الدین رباني څرگندونې رد کړي او ویلي، چي د ملي امنيت سلاکار خپله دنده په سمه توگه پر مخ بيايي او د امنيتي مسوولينو په اړه دا ډول څرگندونې يې د دښمن په گټه بللي دي.

    ولسمشرۍ ماڼۍ د صلاح الدین رباني د څرگندونو په غبرگون کي ويلي، چي د افغانستان نازکو شېبو ته په کتو بايد سياستوال داسې کړنې او څرگندونې وکړي، چي د هېواد له ملي سياست او گټو سره جوړې وي.

    له ارگه په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي حکومت د وروستيو پېښو بې پرې څېړنه کوي او د پېښې ټولو قربانيانو ته به خپل قانوني حق ورسيږي.

    نن له غرمې مخکي د بهرنیو چارو سرپرست وزير او د جمعيت اسلامي گوند مشر صلاح الدین رباني کابل کي يوې خبر غونډې ته وويل، چي د کابل وروستيو چاودنو او ناامنيو کي د ځينو امنيتي مسوولينو لاس دی او له ولسمشر څخه يې غوښتنه وکړه، چي په امنيتي سکتور کي دې ژور بدلونونه راولي.

    رباني وويل، چي د خپل گوند له غړو سره به له سلامشورې وروسته له ولسمشر غني څخه د ملي امنيت د سلاکار محمد حنيف اتمر او يو شمېر نورو امنيتي مسوولينو د گوښه کولو غوښتنه وکړي.

    د ارګ اعلاميې کي همدغه راز په ټولو سیاسي، مدني او ټولنیزو بنسټونو غږ سوی چي د حالاتو حساسیت ته په کتو اقدام وکړي او د افغانستان "دښمنان پرېنږدي چي خپلو اهدافو ته چي د ملت په منځ کي نفاق اچول دي" ورسیږي.

    خبرپاڼه کي د «کابل بهیر» د سه شنبی غونډې يادونه هم سوې، چي د دغې ناستې ملاتړ په کي د افغانانو د ملي اجماع اړتيا بلل سوې او ټينگار سوی، چي هېڅوک بايد داسې گامونه پورته نه کړي، چي د ملي گټو پر ضد وي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی