په ژوندی پڼه خپرونه
    په امریکا کې ارزونې: په کابل کې چاودنې وښوده، چې په افغانستان کې حالات له کنترول وتي دي

    د څو وژل شویو کسانو مړي موندل سوی نه دي

    © REUTERS/ Omar Sobhani
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 67 0 0

    ورک شوي کسان د خپلو کورنیو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره له کوره وتلي وه.

    دورکو کسانو کورنۍ وايي، چې څلور ورځې یې د کابل ټول روغتونونه وکتل؛ خو ورک خپلوان یې ونه موندل.

    نسیمه وایې، چې خاوند یې د تېرې چارشنبې په ورځ، چې کله له کوره د دندې پر لوري ووت، د وزیر محمد اکبرخان د اړوند سیمې په موتر بم کې د ده بدن هم ټوټه ټوټه شوی دی.

    د موتر بم برید په سیمه کې د نسیمې د خاوند یوازې پېژند پانه موندل شوې او بس.

    هغې په ډاګه کړه، چې اوس په ناوړه حالت کې ژوند کوي.

    د هغې په وینا؛ ورک شوي کسان د خپلو کورنیو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره له کوره وتلي وه.

    هغې له حکومته د مرستې غوښتنه وکړه؛ ځکه، چې په کور کې یې پېنځه کسان دي او د ډوډۍ موندلو سړی ترې ورک دی.

    د دغې کورنۍ ماشومانو د خپل پلار جنازه ونه لیده او د تېرې چارشنبې ورځې راهیسې یې له سترګو خوب هم تښتیدلی دی.

    که څه هم د وروستیو تاوتریخوالو پر خلاف د اعتراض کوونکیو اعتراض د ولسمشرۍ په وړاندې دوام لري؛ خو د بریدونو له وېرې یې شمېر کم شوی دی.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی