په ژوندی پڼه خپرونه
    غنی

    د کابل غونډه:پاکستان دې خپل دريځ په افغانستان كې روښانه كړي

    © Photo/ ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 21301

    د افغانستان جمهوررئيس په ياده غونډې كې وينا وكړه او په ځانګړې توګه له پاكستان څخه يې وغوښتل چې خپل دريځ روښانه كړي چې په افغانستان كې څه غواړي.

    كابل پروسې ترنامه لا ندې نړيواله غونډه نن په كابل كې روانه ده، په ياده غونډه كې له تروريزم سره د مبارزې او په افغانستان كې د سولې او ثبات په راتګ بحث او خبرې كيږي.
    يادې غونډې ته په پيل كې د افغانستان جمهوررئيس محمداشرف غني وينا وكړه او نوموړي په خپله وينا كې له نړيوالو له تروريزم سره په مبارزه كې د همكارۍ غوښتنه وكړه.
    جمهوررئيس په ورته وخت كې ټينګار وكړ چې يو باثباته افغانستان د ټولې سيمې او نړۍ په ګټه دى، هغه په ورته وخت كې په طالبانو هم غږ وكړ چې د سولې خبرو ته كيني او خبردارى يې وركړ چې دا د طالبانو لپاره د سولې وروستى فرصت دى.
    جمهوررئيس غني ويلي طالبان كولى شي چې د خپلو استازو لپاره سياسي دفتر هم پرانيزي خو هغه د دفتر ځاى نه دى په ګوته كړى.
    جمهوررئيس غني په ورته وخت كې د امنيتي ځواكونو په ځانګړې توګه د پوليسو په ليكو كې په اصلاحات هم ټينګار وكړ.
    ياده غونډه اوس هم روانه ده او وروستۍ پايله به يې د ورځې په پاى كې اعلان شي.

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی