په ژوندی پڼه خپرونه
    خلیل کرزی

    حکمت کرزی: د سیمې ثبات پرته د افغانستان ثبات ناشون دي

    © Sputnik/ Zuhal Sarhad
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 152 0 0

    حکمت خلیل کرزی وايي، د افغانستان له ثبات پرته د سیمې هېڅ هېواد هم نه سي امن کېدلی او هیله لري، چې د سیمې هېوادونه دغه حقیقت درک کړي.

    د کرزی په وینا، د سیمې هېوادونه دې په دې پوه سي، چې د افغانستان له سولې او ثبات پرته په سیمه کې ثبات او امن راتلل ناشونی کار دی.

    هغه چې د کابل پروسې د کنفرانس مشري هم په غاړه لري، نن یې د کنفرانس په پيل کې له ټولو ګډونکوونکو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د سولې په اړه کارنده او د پام وړ نظرونه شریک کړي.

    د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همدا راز ویلي، چې افغان حکومت د سولې په برخه کې جدي دی او هیله لري چې د سیمې او نړۍ هېوادونه هم په دغه برخه کې جدیت وښيي او د افغانانو په مشرۍ د سولې له خبرو ملاتړ وکړي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی