په ژوندی پڼه خپرونه
    اوباما و غنی در وارسا باهم دیدار کردند

    نبیل: غني او عبداالله باید د پاکستان پرضد یو لاس شي

    Press-service of the President of Ukraine
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 553 0 0

    د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس وايي، د ملي یووالي حکومت مشرانو ته په کار ده، چې په خپل منځ کې سره یو لاس شي او ځانونه دې د پاکستان د پالیسیو د عملي کولو لپاره وسیله نه ګرځوي.

    د ملي یووالي حکومت مشران دې د پاکستان د پلانونو ښکار نه کېږي.

    د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل پر خپل ټویټر لیکلي، د ملي یووالي حکومت مشران دې د لنډ مهالو ګټو لپاره ځان په یوه ډله یا بله ډله پورې نه تړي بلکې ځانونه دې د افغانستان د خلکو استازي وبولي.

    دده په باور تر هغه چې د ملي یووالي حکومت مشران، ډلو او ګوندونو ته ژمن وي هېواد به د پاکستان د استخباراتي کړیو او نورو دښمنانو د شومو موخو ښکار وي او ددغو ډلو موخه هم دا ده چې افغانان په خپلو کې سره وویشي.

    دده په وینا ای. ایس. ای په ډيره سیستماتیکه توګه د افغان حکومت او افغانانو پر وړاندې جګړه پر مخ وړي او د حکومت مشرانو ته په کار ده چې ويښ او متوجه وي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی