په ژوندی پڼه خپرونه
    حکمتیار

    حکمتیار: د واك د ترلاسه كولو لېوالتيا نه لرم

    © Photo/ ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 46010

    حكمتيار ويلي چې په افغانستان كې د واك د ترلاسه كولو لپاره لېوالتيا نه لری او په هیواد كې د يوې تلپاتې او داسې سولې چې ټولې مخالفې ډلې پكې شاملې وي هيله لری.

    د حزب اسلامي مشر ګلبدين حكمتيار د تركيې له اناتولي اژانس سره په مركه كې د سيمې يو شمېر هيوادونه په افغانستان كې جګړې ته په لمن وهلو تورن كړل.
    حكمتيار له اناتولي اژانس سره په خبرو كې ويلي چې   په هيواد كې د جګړې پاى ته رسېدل رانژدې شوي دی او طالبان اوس په دې پوهېدلي دي چې د جګړې له لارې هيڅ شى په لاس نه ورځي او يوازې خلك ستړي كيږي او زيان ويني.
    د حزب اسلامي مشر زياته كړې چې د سيمې يو شمېر ځواكمن هيوادونه هيڅكله نه غواړي چې په افغانستان كې جګړه پاى ته ورسيږي.
    نوموړى زياتوي چې د افغانستان اصلي ستونزه د سيمې د يو شمېر ځواكمنو او شتمنو هيوادونو له خوا ده چې په دغه هيواد كې كورنۍ جګړې ته لمن وهي او د خپلو ګټو لپاره په دغه جګړه پانګونه كوي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی