په ژوندی پڼه خپرونه
    نشست کابل غنی

    افغان ولسمشر: سوله کول د كمزوري  په معنا نه ده

    ارگ
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 97 0 0

    افغان ولسمشر غني له نړیوالې ټولنې، د سیمې او نړۍ له هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان د سولې له‌پاره سره یو شي او په یو اتحاد په دې برخه کې همکاري وکړي.

    د کابل پروسې د سولې او امنیت نړیوال کنفرانس کې په دې تمرکز وشو، چې له ترهګرۍ سره څنګه اغېزمنه مبارزه وشي او له کومو لارو چارو روانې جګړې ته د پای ټکی کېښودل شي.

    په دې کنفرانس کې د ولسمشر غني خبرې ترډېره له ترهګرۍ سره پر اغېزمنې مبارزې او د سولې په ټینګښت وې؛ چې په دې اړه یې د سیمې او نړۍ د هېوادونو د همکاریو غوښتنه وکړله.

    اشرف غني ټینګار وکړ، د دې وخت راغلی، چې نړیواله ټولنه له ترهګرۍ سره د مبارزې او جنګ پای ته رسولو ژمنې له ځنډ پرته عملي کړي.

    ولسمشر د وینا پرمهال وویل، د سولې خبرو له‌پاره په جګړه کې د ښکېلو خواوو په هوکړه په هر ځای کې چې مناسبه وي د طالبانو د دفتر د پرانیستلو ملاتړ کوي.

    دی وايي، طالبان دې د سولې له پروسې سره یو ځای شي او هر څوک چې د سولې خبرو اترو په پار خپل استازې رامعرفي کوي موږ یې مذاکرې ته حاضر یو.

    غني وايي، طالبانو ته هم وروستۍ فرصت ورکوي، چې سوله وکړي، خو که له دې فرصته یې ګټه وانه خیستله، د یو واحد ملت له غضب سره به مخ شي.

    نوموړي وویل، طالبانو ته یې پیش شرطونه وړاندې کړي دي، چې د افغانستان اساسي قانون ومني، د ښځو حقونو ته احترام وکړي، له  ترهګریزو ډلو سره خپلې اړیکې پرېکړي.

    افغان ولسمشر وايي، له هر چا سره سوله غوارو، خو دا په دې معنا نه ده، چې افغانان كمزوري دي.

    اشرف غني زیاته کړه، چې زموږ سيمه په خطر کې ده.

    ده وویل، موږ هريو د داسې کورنيو بلواګرو سره مخامخ يو، چې د ناقانونه پيسو د لېږد له لارې تمويلېږي او په ټولو پولو کې د بنسټ پالنې، پیسو او وسلو د وېشونکو او خپروونکو جنایتکارو شبکو له خوا يې ملاتړ برابریږي او دوام ورکول کېږي.

    ولسمشر په دې اړه زیاته کړه، چې افغانستان تر بل هر وخت څخه زيات نړيوالې ټولنې ته اړتيا لري، داسې ځواک او ملاتړ برابر کړي، چې د دغو جنایتکارو کړنو د درېدو لامل وګرځي.

    د کابل پروسې د سولې او امنیت کنفرانس کې د روسی،ترکیې، کوریا، جاپان، عربستان سعودي، عربي متحده امارات، قطر، برتانیا، جرمني، فرانسه، ایټالیا، ناروې، سوېدن، د امریکا متحده ایالاتونه، کاناډا، استرالیا، ملګري ملتونونه، اروپايي اتحادیې او د ناټو استازو برخه اخیستې وه.

    د دې نړویال کنفرانس په پرانیست غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین حکمت خلیل کرزي وویل، دغه ناسته ځکه مهمه ده، چې ترهګر پولې نه پېژني او په هرځای کې یې نړیوال امنیت ته ګواښ پیدا کړی دی.

    دغه راز ولسمشر د خپلې وینا په بله برخه کې پاکستان ته په اشارې وویل، افغانستان کې د سولې راوستلو په برخه کې له اسلام اباد سره کومې اړیکې چې نیول شوي نه دي منل شوې او کومې غونډې چې جوړې شوې له بده مرغه هېڅ پایله یې ورکړې نه ده.

    غني وايي، موږ غواړو له پاکستان سره سوله وکړو او په پاکستان باندې باور ولرو.

    ولسمشر زیاته کړه، موږ نه پوهېږو پاکستان له افغانستانه څه غواړي او له اسلام اباد څخه یې وغوښتل، چې خپله اجنډا دې کابل ته وړاندې کړي؛ په مرسته یې په سیمه کې سولې او ثبات ته ورسېږو.

    په کابل کې د کابل پروسې د سولې او امنیت نړیوال کنفرانس په داسې حال کې جوړ شو، چې تېره اوونۍ کابل د یو ستر ترهګریز برید شاهد و او د افغانانو له‌پاره له مالي او ځاني زیانونو ډکه اوونۍ وه.
    [16:48:2

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی