په ژوندی پڼه خپرونه
    دافغانستان ددفاع د چارو وزیر: د روسیې، هند، چین او ایران همکاري په آسیا کې پر تروریزم بریا ده

    د جمعیت د انسجام شورا: د جمعیت اعلان شوې رهبرۍ نه مه نوو

    © wikimedia.org
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 330 0 0

    د جمعیت د انسجام شورا، چې د ملي شورا غړي او د جمعیت ځینې څېرې پکې را غونډې دي وايي، چې د صلاح الدین رباني له لوري د امنیتي ادارو مسوولانو د لرې کېدو په تړاو د یوه مهم اړخ په توګه دوی نه دي پوښتل شوي.

    دغه شورا، چې د دغه ګوند پر اعلان شوې رهبرۍ اعتراض لري وایي، چې دوی د دغه ګوند یو بل مهم اړخ دی.
    د جمعیت د انسجام شورا، چې د ملي شورا غړي او د
    دغه شورا له ټولو سیاسي جریانونو غواړي، چې په هېواد کې د هر ډول قومي دریځونو مخه ونیسي.
    له جمعیت ګوند څخه دغه جلا شوی ناراض جریان وايي، چې د جمعیت له لوري له اعلان شوې رهبرۍ سره موافق نه دي او باید د دغه ګوند په رهبرۍ کې تغیرات راشي.
    دوی وايي، جمعیت باید ژر تر ژره کنګره جوړه کړي، څو د انتخاباتو له لارې نوی رییس وټاکي.
    د جمعیت انسجام شورا داسې مهال د دې ګوند د رهبرۍ شورا پر پریکړو نیوکې کوي، چې ولسمشرۍ ماڼۍ د صلاح الدین رباني په ځواب کې ویلي، چې د ملي امنیت شورا پُست غیر اجرایي دی او حنیف اتمر خپله دنده په صداقت سره پرمخ وړي.
    ملي امنیت شورا هم د صلاح الدین رباني وروستۍ غوښتنې سیاسي بللې دي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی