په ژوندی پڼه خپرونه
    کرزی

    کرزي: دښمنان هېڅ ډول موازینو ته ژمن نه دي

    © Sputnik/ Evgeniy Odinkov
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 46 0 0

    کرزي ویلي، چې د افغانستان دښمنان هېڅ ډول موازینو ته ژمن نه دي او د پردیو د موخو د پوره کولو لپاره خپل افغانان وژني.

    پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، ترهګر لا هم د پردیو موخو د پوره کولو لپاره افغانان وژني او هېڅ ډول اسلامي او انساني موازینو ته ارزښت نه ورکوي. د پخواني ولسمشر حامد کرزي له مطبوعاتي دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې په هرات کې د تېرې ورځې برید په کلکو ټکو غندل شوی او هغه یې غیر انساني او غیر اسلامي عمل بللی دی.
    ښاغلي کرزي زیاته کړې، چې د افغانستان دښمنان هېڅ ډول موازینو ته ژمن نه دي او د پردیو د موخو د پوره کولو لپاره خپل افغانان وژني.
    هغه په جوماتونو او سپېڅلو ځایونو کې بریدونه وحشیانه اعمال بللي او ددغه بریدونو عاملین یې د انسانیت او اسلامیت دښمنان بللي دي.

     

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی