په ژوندی پڼه خپرونه
    فوتبال ورزش سپورت افغانستان

    افغانستان په دوستانه لوبه کی مالدیف ته ماته ورکړه

    © AP Photo/ Ebrahim Noroozi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 16 0 0

    د افغانستان فوټبال فدراسيون وويل چي دا دوستانه لوبه تېره شپه د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کي ترسره سوه.

    افغانستان د فوټبال په يوه دوستانه لوبه کي د مالديف هېواد لوبډلې ته ماتې ورکړه.

    د افغانستان فوټبال فدراسيون وياند سيد علي کاظمي وويل چی د لوبې په پيل کي دواړو لوبډلو د افغانستان وروستيو پېښو د قربانيانو په ياد يوه دقيقه سکوت وکړ.

    د کاظمي په وينا، په دې لوبه کي افغان لوبغاړو ښه لوبه وکړه او مالديف ته يې دوه پر يو ګول ماتې ورکړه.

    دى وايي، د افغانستان له لوري حسن امين او اميد پوپلزي ګولونه ووهل.

    نوموړي وويل چي دا لوبه د اسيايي جام د غوراوي سياليو په لړکي له کمبوديا سره د افغانستان د راتلونکي اونۍ د لوبې لپاره د چمتووالي په موخه ترسره سوه.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی