په ژوندی پڼه خپرونه
    Антиправительственная демонстрация в Кабуле за отставку президента страны Ашрафа Гани

    پنجشیریانو، پنجشیر کې لاریون وکړ

    © Sputnik/ D. Fuladi
    افغانستان
    لنډه بریښنا پته ترلاسه کړی
    0 249 0 0

    دغه لاریون د لنګرخان سیمي څخه شروع او په مرکز کې پای ته رسیدلی، چې تقریبآ ۵۰۰ کسانو په کښي ګډون درلود.

    په پنجشیر کې نن په سلګونه کسانو په کابل کې د ورستیو بریدونو او په مظاهرچیانو د مرګ ژوبلي په غبرګون کې لاریون وکړ.

    لاریون کوونکو په کابل کې د لاریون پر مهال د مرګ ژوبلي اړولو د عاملینو د محاکمي او شمیر چارواکو د لیري کولو غوښتنې کولي.

    د تیري جمعي په ورځ په کابل کې د پنجشنبي د برید په غبرګون لاریون وسو، چې وروسته بیا لاریون په تاتریخوالي واوښت، د مشرانو جرګي د دویم مرستیال د زوی سالم ایزدیار سربیره څلور کسان ووژل سول او یو شمیر نور پولیس او خلک ټپيان سول.

    د یادولو وړ ده، چې څو ورځي مخکي په یو شمیر شمالي ولایتونو او هرات، تخار او بغلان کې لاریونونه سوي وه او ورته غوښتني یې درلودي.

     

    دنظر څرګندونه خبري اتري
    د Facebook له لاری څرګندونید Sputnik له لاری څرګندونی